دخصوصي او دولتي مشارکت ادارې هیئت د کرنې ښوونیز ملي انسټېټوټ څخه لیدنه

د روان (2019) زېږدیز کال د جنورۍ په پنځمه د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت اړوند دخصوصي او دولتي مشارکت ادارې هیئت د کرنې ښوونیز ملي انسټېټوټ څخه لیدنه وکړه. ددې لیدنې په لړ کې د مشارکت ادارې پلاوي د کرنې ښوونیز ملي انسټېټوټ له استازو سره غونډه درلوده، چې په ترڅ کې یې د خصوصي او دولتي مشارکت ادارې سره د موسئسې په توګه دیاد انسټېټوټ  دثبت په اړه یو له بل سره نظرونه تبادله کړل.

په پای کې ددې انسټېټوټ د هیئت له لوري د مشارکت ادارې پلاوي ته په یاد انسټېټوټ کې د روانو فعالیتونو او شته اسانتیاوو لکه:( کتابتون، لابراتوار، کمپیوټرخونه، درسي ټولګیو او فارم په اړه عمومي مالومات ورکړل شول.

څرګندون پریږدئ