د کرنې ښوونیز ملي انسټيټوټ (نایک) ته ښه راغلاست!
نایــــــــک په افغانستان کې یواځینی مسلکي تدریسي انسټيټوټ دی، چې د کرنې په برخه کې یې زدهکوونکو ته د عملي او نظري زدهکړو زمینه برابره کړې ده. یاد انسټيټوټ په هېواد کې د کرنې مسلکي لېسو لپاره ښوونکي روزي.
د نایــــــک یواځینی هدف په هېواد کې د کرنیز نظام او تعلیمي سيسټم بیا رغونه ده. زموږ د ادارې (نایک) پیغام د ټول هېواد ځوانو نجونو او هلکانو ته دا دی، چې کولای شئ په بشپړ ډاډ او پوره اطمينان سره دغه اکاډمیک او باکیفته تعلیمي مرکز ته د زدهکړو په موخه مراجعه وکړئ. نه یوازې دا چې دلته زدهکوونکي له مسلکي زدهکړو څخه برخمن کېږي، په ټولیزه توګه دوی تر فراغت وروسته د کرنیز سکټور په برخه کې نوې لاسته راوړنې او نوښتونه هم له ځانه سره لرلای شي او د هیواد لپاره د خوړو د خوندیتوب په پای ته رسولو کې مرسته کولای شي.
د نایـک دروازه پرته له جنسیت، فرهنګي، مذهبي، اقـتصادي، سیاسي، قـومي او ژبنيو تعصباتو او اړیکو نه د هېواد د ټولو کرنیزو مسلکي لېسو د فارغانو پرمخ پرانیستې ده. د نایک زدهکونکي د مسلکي زدهکړو سربېره د شخصیت جوړونې، یو بل ته احترام، په صداقت او ایماندارۍ سره کار کول او دې ته ورته له نورو زدهکړو څخه برخمن کېدلای شي .
عزت الله (مراد)
د کرنې ښوونیز ملي انسټيټوټ (نایک) عمومي مدير
نایک یوازې د مسلکي ښوونکو د روزنې انسټيټوټ نه دی؛ بلکې د افغانستان د کرنې په ښوونیز سيسټم کې د مثبت بدلون یو نمونهیي مرکز دی، چې په تېرو پینځو کلونو کې یې د کرنې په ښوونیزه برخه کې دپام وړ لویې لاسته راوړنې لرلې دي، چې دا زموږ د ادارې د ټولو کارکوونکو د ډېر کار، صداقت، رښتینولۍ، له یو بل سره د همغږۍ او هلو ځلو ښکارندویي کوي. د نایک کارکوونکي د یو او بل له زدهکړو او تجربو څخه د خپل ځان او د نایک د پرمختګ لپاره ګټه پورته کوي.
خالده (مخلد)
د کرنې ښوونیزملي انستېتوت تدریسي مدیره